ایکنانیوز دالجزیرې له قوله راپور راکړی ، د امریکا په شیکاګو ښار کې د فرقان چاپځاي مدیر احمد ابوهیبه په یولړ څرګندونو کې ووئيل، د غزې د جنګ له پیل راهسې ،د مونږ موسیسې ته د قرآن د چاپ د سپارښتنو اندازه په میاشت کې لسګونو زره نسخوته رسیدلې ده.
هغه په دې په ټينګار سره چې ددغه شمیر په وړاندې کولو کې مبالغه نه کوي ،ووئيل؛ دا موضوع په احصایو او شمیرنو وړاندې کولو سره ثابتولی شي. مثلا د ۲۰۲۰ کال په نومبر کې په متوسط ډول په میاشتې کې له درو سوو تر څلور سوه پورې غوښت مو درلودې . په داسې څال کې چې د ۲۰۲۳کال کې په نومبر کې په میاشت کې مو د قرآن د چاپ درې زره شپږ سوه غوښتې مو درلودلي دي او په تیرې رمضان میاشت کې مو هم دغه سفارشې تر لسګونو زره نسخو پورې رسیدلي دي.
احمد ابوهیبه همداراز ووئیل؛ په دغو شپو ورځو کې د هغو کسانو شمیر چې مسلمان کیږي، هم ډير زیات شوی دی. دوي ټول د غزې د خلکو د صبر او ایمان په خاطر او د هغه انس په خاطر دي چې له قرآن سره ئې لري.. د امریکایانو لپاره ډيره عجیبه او جذابه ده چې پوهه شي، مګر په قرآن کریم کې څه پیغامونه موجود دي؟
هغه په دوام کې ووئیل، دا ټول متفق القول دي چې د فلسطین د خلکو صبر او استقامت د دوي لپاره یوه داسې عجیبه نمونه وه چې مخکې ئې نه وه لیدلې.په فلسطین کې مسلمانان د شهادت هیله کوي، میئندې خپل شهید بچیان په غیږه کې نیسي، په داسې حال کې چې د هغوي پر مخ د خوشالۍ نښې وینئ او هغه ټول له ژړا منع ک وي . دا داسې صحنې دي چې امریکائي ښاریزو هیڅکله هم نه دي لیدلي .
ابوهیبه ووئیل، د فرقان قرآني چاپ ځاي فاؤنډیشن د امریکا په ایلینوي ایالت کې په شیکاګو ښار کې له شلو کلونو راهسې فعالیت او د قرآن کریم په انګریزي او اسپانیولي ژبو ترجمې وړاندې کوي . همداراز هغو غیر مسلمانانو ته دقرآن کریم وړاندې کول چې له قرآني تعلیماتو سره د بلدتیا نیّت لري ،هم وړیا ورکوي.